د پکتیا کډوالو ښارګوټي کې د یو باب کلینیک د جوړېدو چارې پیل شوې

د پکتیا کډوالو ښارګوټي کې د یو باب کلینیک د جوړېدو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
څو د عام المنفعه پروژو ملاتړ او په کلکه ساتنه وکړي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پکتیا ولایت د کډوالو په ښارګوټي کې د یو باب روغتیایي کلینیک د جوړېدو چارې پرانیستل شوې دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني یاد ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه روغتیایي کلینیک د جوړېدو چارې پرانیستې دي.

د معلوماتو پر بنسټ دغه کلینیک چې د ۳۷۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړېږي، د کډوالو ترڅنګ به د سیمې نورو اوسیدونکو ته هم پکې روغتیایي خدمات وړاندې کېږي.

د یادونې ده، چې د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني له ټولو هېوادوالو غوښتنه کړې، څو د عام المنفعه پروژو ملاتړ او په کلکه ساتنه وکړي.

تړلي موضوعات