بامیانو کې د ښځو لپاره ځانګړی تفریحي او سوداګریز کمپلېکس جوړ شوی

بامیانو کې د ښځو لپاره ځانګړی تفریحي او سوداګریز کمپلېکس جوړ شوی بیارغونه او پراختیا
جوړ شوی کمپلېکس

د بامیان ولایت ځايي مسؤلین وايي، چې دې ولایت کې د ۵۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښځو لپاره ځانګړی سوداګریز، کلتوري او تفریحي کمپلېکس جوړ شوی.

د بامیان ولایت مقام خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د «کورنۍباغ» په نوم دا کمپلېکس د هغو سوداګرو او صنعت کارو مېرمنو لپاره ګټور دی، چې د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې کار کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد کمپلېکس د سوداګریزو برخو سربېره، ښوونيز مرکزونه، شین چاپېریال، تفریحي پارک او د هوټل تر څنګ نورې ګڼې اسانتیاوې لري.

د یادونې وړ ده، چې دا مرکز دکډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي لګښت جوړ شوی دی.

تړلي موضوعات