بغلان کې د نږدې ۸۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت سړکونه او پلونه جوړېږي

بغلان کې د نږدې ۸۵ ميلیونه افغانیو په ارزښت سړکونه او پلونه جوړېږي بیارغونه او پراختیا
بغلان کې د روانو پروژو چارې

د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې بغلان کې د ۸۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو او پلونو جوړولو څلورو پروژو کارونه پیل دي.

یاد وزارت وايي، چې د څه باندې ۲.۱کیلومټره په اوږدوالي او ۹متره په پلنوالي سره د دوشي – پلخمري پر مسیر د بوغابي کوتل سړک د سیخ لرونکي کانکرېټ اچولو چارې په دوو لاټونو کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل دي.

ټولګټو وزارت همدارنګه زیاتوي، چې دې ولایت کې د دوو نورو پروژو د درې پایې (هاشم خان، جرخشک او چشمه شفا) پلونو ترمیم او د پلخمري – سمنګان لویې لارې د ۱۹.۹ کیلومتره سړک ویجاړو برخو بیارغول او درېیو پایو پلګوټو جوړولو چارې هم روانې دي.

دې وزارت پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د دوشي – تالاوبرفک ۶۷ کیلومټره سړک د کیندنې او هموارکارۍ کار او دغه راز د پلخمري – بغلان سړک د خرابو برخو د ترمیم او داغګیرۍ کار هم جریان لري.

تړلي موضوعات