د آمو سیند نفتي حوزې ۲۰ زره ټنه خام نفت پلورل شوي دي

د آمو سیند نفتي حوزې ۲۰ زره ټنه خام نفت پلورل شوي دي بیارغونه او پراختیا
د آمو سیند نفتي حوزه

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، چې وړمه ورځ د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د آمو سیند نفتي حوزې څخه استخراج شوي ۲۰ زره ټنه خام نفت د پروسس په موخه پلورل شوي دي.

ښاغلی افغان زیاتوي، چې دا نفت د ازادې داوطلبۍ له لارې په نارت نوبل کورنۍ کمپنۍ باندې پلورل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې کابو شپږ اوونۍ وړاندې هم کانونو او پټرولیم وزارت ۴۰ زره ټنه خام نفت د پروسس لپاره په داخلي سوداګرو پلورلي وو.

تړلي موضوعات