اسرائیلو غزه کې د نږدې ۱۹ میلیارد ډالرو په ارزښت زېریناوې له منځه وړې دي

اسرائیلو غزه کې د نږدې ۱۹ میلیارد ډالرو په ارزښت زېریناوې له منځه وړې دي نړۍ
۷۵سلنه وګړي بې کوره شوي دي

نړېوال بانک په غزه کې د اوښتو زیانونو په اړه په خپل تازه خپور کړي راپور کې ویلي، پر غزې د اسرائیلي یرغل د پیل په لومړیو څلور میاشتو کې د شاوخوا ۱۹ میلیارد ډالرو په ارزښت زېربناوې او ودانۍ د اسرائیلي اشغالګرو له لوري ویجاړې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي، په دغو ویجاړیو کې د غزې ۶۲ سلنه کورونه، چې شمېر یې ۳۰۰ زره ته رسېږي له منځه تللي او ۷۵سلنه وګړي بې کوره شوي دي.

راپور زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې ۸۵ سلنه روغتیایي مرکزونه په نښه شوي، همدرازا د غزې تر نیمایي زیات وګړي له قحطۍ سره مخ شوي دي.

د یادونې ده، چې پر غزې د اسرائیلي یرغل له پیل راهیسې ۳۳زره فلسطینیان شهیدان شوي او شاوخوا ۷۵زره نور ټپیان شوي دي، چې زیاته برخه یې ښځې او ماشومان دي.

تړلي موضوعات