د کازان غونډې ته د اسلامي امارت استازي بلل شوي
د افغانستان په چارو کې د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي، د کازان فارمټ ناسته چې په مۍ میاشت کې به ترسره شي اسلامي امارت ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې.
ټاکل شوې د اسلامي نړۍ په نوم د کازان فارمټ ناسته به د وران کال مۍ میاشتې له ۱۴ مې څخه تر ۱۹ مې د روسیې په کازان جمهوري کې ترسره شي.
له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له هغه نظام سره د اړیکو د لا ټینګښت په لټه کې دي چې دا مهال د افغانستان واګي په لاس کې لري.