کابل کې د اوبو د ۱۱ کوچنیو بندونو د جوړېدو چارې پیل شوې
د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل په ۱۱ ولسوالیو کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو ۱۱ کوچنیو بندونو د جوړېدو چارې پیل کړي.
د دې وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال ویلي، د دغو کوچنیو بندونو له جوړولو څخه یې موخه د اوبو مدیریت، د کرنې لپاره د اوبو چمتو کول او د ځمکې لاندې اوبو ذخیرو پیاوړي کول دي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د یاد وزارت له لوري د کابل په درېیو ولسوالیو کې د درېیو کوچنیو بندونو د جوړولو چارې پیل شوي، چې په نږدې راتلونکې کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د اوبو یوه یوه بند جوړولو فرمان ورکړی، چې د دغو بندونو د جوړیدو کارونه هم په ګڼ شمېر ولسوالیو کې پیل شوې دي.