د سالنګ تونلونه به د با کیفیته جوړېدو تر څنګ ګڼې اسانتیاوې ولري

د سالنګ تونلونه به د با کیفیته جوړېدو تر څنګ ګڼې اسانتیاوې ولري بیارغونه او پراختیا
د جنوبي سالنګ تونل مخه

د سالنګونو ملي پروژې مسؤل محمد رحیم صالح زی حریت راډيو ته وايي، چې د سالنګ تونلونه په لوړ کیفیت په درېیو طبقو کې جوړېږي، چې ګڼې اسانتیاوې به ولري.
ښاغلی صالح زی زیاتوي، چې دا تونلونه به د اکسېجن، اطفایې، لایټینګ او مخابراتو سهولتونه ولري.

د نوموړي په خبره، چې اوس د جنوبي سالنګ تونل چې دوه نیم کیلومټر اوږدوالی لري، چارې یې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي او د ښکلا، لایټینګ، رنګولو او اطفایې سهولتونو برابرېدو کارونه یې روان دي.

تړلي موضوعات