کاپیسا ولایت کې ۳۳۱ پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کاپیسا ولایت کې ۳۳۱ پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې بیارغونه او پراختیا
ځایي خلکو ستونزې هم هوارې شوې دي

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د کاپیسا ولایت په لومړۍ او دویمې حصې ولسوالیو کې د څه باندې ۴۴۱میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۳۱ بېلابېلي پراختیایي پروژې ګټي اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملامحمدیونس اخندزاده د دغو پروژو د ګټي اخیستني په مراسمو کې ویلي، د خلکو لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د متوازنو پراختیایي پروژو پلي کول د حکومت مسئولیت دی.

د سرچینې په خبره، دغه پروژې چې د یاد وزارت په هڅو او د یونپس مؤسسې په مالي ملاتړ پلې شوې پکې د کلیوالي سړکونو جغل اچول، د څښاک د پاکو اوبو شبکو جوړول، د اوبو د څاګانو کیندل او ترمیم، د کرنیزو کانالونو پاکول، د محافظوي دېوالونو، سربندونو او پلچکونو جوړول شامل دي.

خبر کې زیاته شوې، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره په یادو برخو کې د ځایي خلکو ستونزې هم هوارې شوې دي.

باید وویل شي، چې د اسلامي امارت په بیا ځلې حاکمیت سره ټول هېواد کې د رغونې او پراختیایي پروژو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه شوې او اسلامي امارت د دې پروژو پلي کول خپل مسؤلیت بولي.

تړلي موضوعات