علماء او قومي مشران دې د ناوړه دودونو له منځه وړلو کې جدي اقدام وکړي

علماء او قومي مشران دې د ناوړه دودونو له منځه وړلو کې جدي اقدام وکړي اسلام او کلتور
د امر بالمعروف وزارت هڅه کوي ترڅو دغه ناوړه دودونه له منځه یوسي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد حنفي میدان وردګ  ولایت ته سفر کې یوې غونډې ته ویلي، چې علماء، قومي مشران او مخور دې د شریعت خلاف ناوړه دودونو له منځه وړلو کې جدي اقدامات وکړي.

د میدان وردګو ولایت اطلاعاتو کلتور ریاست خبر ورکړی، چې دغه ولایت کې د شریعت خلاف ناوړه دودونو مخنیوي په موخه غونډه کې شیخ محمد خالد حنفي د مشرتابه د فرمان پر اساس په ټولنه کې ټول د شریعت خلاف ناوړه دودونه لکه لوړ ولور، په بدو کې د ښځو ورکړه، جبري نکاح، بې ځایه مصرف کول او داسې نور د اسلام او شریعت خلاف بللي دي.

همداراز په دې غونډه کې د میدان وردګو والي قاري بختيار معاذ د امر بالمعروف وزير ته ډاډ ورکړی چې د شریعت خلاف ناوړه دودونو په له منځه وړلو کې به د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست سره همکاري کوي.

یاد ولایت کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر وړاندې پر داسې وخت اقدام کېږي، چې د هېواد ډېری ولایتونو او بېلابېلو قومونو کې لا هم د شریعت خلاف ناوړه دودونه شتون لري، چې اسلامي امارت په ځانګړي ډول د امر بالمعروف وزارت هڅه کوي ترڅو دغه ناوړه دودونه له منځه یوسي.

تړلي موضوعات