غزني کې یو کس قرانکریم په لاس لیکلی دی
د غزني ولایت د پوهنې ریاست وایي، د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ یو اوسېدونکي محمد اسماعیل محبت د قرانکريم ټولې سپارې په خپل لاس لیکلې دي.
د دې ولایت د پوهنې رئیس له دغه کس سره په کتنه کې نوموړی ستایلی او د هغه دغه کړنه یې د اخرت لپاره یوه ښه تحفه بللې ده.
د غزني د پوهنې رئیس د هېواد په لویو نندارتونونو کې په لاس لیکل شوي د دغه مقدس کتاب نندارې ته د وړانډې کولو غوښتنه کړې.
بلخوا په لاس د قرانکریم لیکونکي محمداسماعیل ویلي، د لیکل شوي قرانکریم ټولې نسخې یې په خپل لاس په شپږو میاشتو کې لیکلي او په راتلونکي کې یې هم د خپلو کړنو پر دوام ټینګار کړی دی.