د امریکا کانګرس مخته لارکوونکو له اسرائیلو د امریکا د ملاتړ درېدل غوښتي
د امریکا د کانګریس مخې ته یو شمېر کسانو په یو لاریون کې د جوبایډن د وینا پر مهال له اسرائیلو څخه د امریکا د ملاتړ د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
د ایران ایرنا خبري اژانس یوه ویډیو خپره کړې او وایي، چې یو شمیر کسانو د امریکا په کانګریس کې د فلسطین په ملاتړ راټول شوي او د بایډن د وینا پر مهال یې د غزې په جګړه کې له اسرائیلو د امریکا د ملاتړ درولو غوښته کوله.
په ورته مهال دې خبري اژانس زیاته کړې، چې د جوبایډن د دې وینا پر مهال د امریکا د داخلي امنیت ادارې او ځینو نورو دولتي ادارو په ویپاڼو سایبري بریدونه هم شوي دي.