د امنیتي پېښو زیاتیدو په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور مغرضانه دی

د امنیتي پېښو زیاتیدو په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور مغرضانه دی سیاست
په اسلامي امارت د فشارونو د واردلو ناکامې هڅې دي

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له لوري د امنیتي پېښو زیاتیدو په اړه وروستی خپور شوی راپور دجل او مغرضانه بللی دی. 

ښاغلي مجاهد په دې اړه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اسلامي امارت له لوري دغه عملیات وخت پر وخت د مخدره توکو د قاچاقبرانو په خلاف تر سره شوي، هغه څه چې باید وستایل شي او د امنیتي ځواکونو ویښتیا تعبیر شي ورڅخه د افغانستان د نا آمنه ښودلو لپاره استفاده شوې. 

نوموړي دغه راز زیاته کړې، د اسلامي امارت ویښ او بیدار ځواکونه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د غلو، اختطافګرو، قاچاقبرانو او ناوړه کسانو په خلاف په مبارزه بوخت دي او په دې برخه کې د تیر کال په پرتله د پام وړ تغیر راغلی او ناوړه پیښې کمې شوي دي. 

ښاغلي مجاهد د نشه یي توکو په برخه کې د یوشمیر نورو پرمختګونو په یادونې سره ویلي، له دې معلومیږي چې د ملگرو ملتونو په نوم سازمان څه ډول زموږ د خلکو ذهنیت په خرابولو اخته دی او امنيت او پرمختګونه په نا امنۍ تعبيروي. 

ذبیح الله مجاهد دغه راز زیاته کړې، د ملګرو ملتونو دغه کړنه د ځينو مشخصو استخباراتي کړيو او شريرو جهتونو په غوښتنه په اسلامي امارت د فشارونو د واردلو ناکامې هڅې دي، چې ترسره کيږي. 

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ۳۷ سلنه ناآمنیو زیاتیدو ادعا کړې، هغه عملیات چې امنیتي ځواکونو د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د قاچاقبرانو، اختظافګرانو او نور شر اچوونکو کړیو په خلاف تر سره کړي دي.

تړلي موضوعات