مالیزیا د اسلامي تعلیماتو د څېړنیزو همکاریو په برخه کې مرسته کوي
په مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر نقیب الله احمدي د یاد هېواد د پوهنې له پخواني وزیر او د مالیزیا د پرمختللو اسلامي زده کړو نړېوال انسټيټیوټ له مشر پروفیسور مزلي ملک سره کتلي.
مالیزیا کې افغان سفارت ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان علومو اکاډمۍ اړوند د اسلامي تعلیماتو په برخه کې د څېړنیزو همکاریو هوکړه لیک او ګډو کار په اړه خبرې شوې دي.
کتنه کې همداراز دواړو لوریو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د ګډو همکاریو او علمي تجربو شریکولو په موخه د کنفرانس په جوړولو هم بحث کړی دی.
د یاد انسټیټیوټ مشر ښاغلي ملک ویلي، چې د ګډو کنفرانسونو، افغان علمي او تاریخي شخصیتونو اړوند پروګرامونو جوړولو او له افغانستان سره په تعلیمي برخه کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.