د سمنګان ولایت کوکجر د اوبو ذخیره کولو کوچینی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د سمنګان ولایت کوکجر د اوبو ذخیره کولو کوچینی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو بیارغونه او پراختیا
د یوه کورني شرکت له لوري جوړ شوی دی

د اوبو او ارنژۍ وزارت خبر ورکوي، چې د سمنګان ولایت حضرت سلطان ولسوالۍ کې د کوکجر د اوبو ذخیره کولو کوچینی بند جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی. 

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دغه بند د یاد وزارت د ۲میلیونه ۲۹۲ زره او ۸۴۰ افغانیو په مالي لګښت د یوه کورني شرکت له لوري جوړ شوی دی. 

دې وزارت ویلي، چې دغه بند په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د اوبو ذخیره کولو او د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، موسمي سيلابونو د کنټرولو او د چاپېریال د ښکلا په برخه کې مهم رول ولري. 

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ځمکي لاندې اوبو ذخیرو پیاوړتیا او د اقلمي بدلون تاثیراتو د مخنیوي په موخه کوټلي ګامونه اوچت کړي او په ټول هېواد کې یې د سلګونو بندونو د جوړولو تابیا نیولې، چې له دې ډلې یې په یو شمېر ولایتونو کې ځېنې ګټي اخیستنې ته هم سپارل شوي دي.

تړلي موضوعات