روسي کمپنۍ له کثافاتو څخه د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید له لپاره چمتووالی ښودلی

روسي کمپنۍ له کثافاتو څخه د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید له لپاره چمتووالی ښودلی سوداګرۍ او اقتصاد
د نفت او ګازو استخراج په برخه کې هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، یو روسي سوداګر د کانونو او پټرولیم وزارت له وزیر شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې ویلي، اش کمپنۍ چمتو ده چې په افغانستان کې له کثافانو څخه ۱۵۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي. 

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، یاد روسې پانګوال همداراز د خپلې کمپنۍ وسایلو او امکاناتو ته په کتو په افغانستان کې د نفت او ګازو استخراج په برخه کې هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. 

په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د روسي سوداګر له پانګونې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې په هېواد کې موجوده امنیت ته په کتو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې لپاره غوره زمینه برابره شوې او ټولو پانګوالو ته یې د مرستې ډاډ ورکړی دی. 

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د کورنیو سوداګرو سربېره ګڼ شمېر بهرنیو پانګوالو هم په افغانستان کې پر کانونو سربېره په بېلابېلو برخو کې د پانګونې خبر ورکړی دی، چې لامل یې د امنیت ټینګښت، د فساد له منځه تلل او یو واحد مرکزي حکومت رامنځته کېدل بلل کېږي. 

تړلي موضوعات