د ملت او نظام ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او استحکام لپاره د علماوو رول اړین دی

د ملت او نظام ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او استحکام لپاره د علماوو رول اړین دی سیاست
د ملت او حکومت ترمنځ په نږدیوالي کې خپلې هڅې زیاتې کړي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له اهل تشیع علماوو سره په کتنه کې ویلي، د اسلامي امارت مسئولین د خلکو خدمت او د هغوی ستونزو ته رسېدنه خپل مسئولیت بولي. 

ښاغلي حنفي په دې کتنه کې د ملت او نظام ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ټینګښت په برخه کې د علماوو رول مهم بللی او له اهل تشیع علماوو یې غوښتي، چې د ملت او حکومت ترمنځ په نږدیوالي کې خپلې هڅې زیاتې کړي. 

بلخوا په دې کتنه کې د اهل تشیع علماوو ویلي، د اسلامي امارت په اړه مثبت لیدلوري لرلو سربیره د اسلامي نظام هر اړخیز ملاتړ کوي او له اسلامي امارت څخه غواړي، چې په ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې د پراختیایي پروژو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي. 

دغه لیدنه پر داسې مهال ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې یو شمېر مغرضو کړیو په اشاره بهر میشتې افغانان په هېواد کې د اسلامي امارت له لوري د هزاره وو نسل وژنې په اړه په بهرنیو هېوادونو کې لارو کوڅو ته راووتل، خو له دې سره سم په افغانستان کې دننه د اهل تشیع دیني علماوو د هزاره نسل وژنه رد کړه او دا یي د هغو کړیو کار وباله چې تل یې په هېواد کې قومي او مذهبي نفاق ته لمن وهلې ده. 

تړلي موضوعات