د امریکا له لوري د بګرام اډې بیا نیول یو خوب خیال دی

د امریکا له لوري د بګرام اډې بیا نیول یو خوب خیال دی سیاست
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، د بګرام هوایي اډه دا مهال د اسلامي امارت ځواکونو په واک کې ده.

ذبیح الله مجاهد پر اېکس خواله رسنۍ یوه سپېس پروګرام کې د امریکا له لوري د بګرام اډې بیا نیول یو خوب او خیال بللی دی.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، د اشغال له وخته پاتې وسلې او تجهیزات غنیمت دي او هیچا ته به بیرته ورنه کړل شي په خبره یي، که څوک یې غوښتنه وکړي پر همدې وسلو به ځواب ورکړل شي.

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر چین ته د بګرام اډې د سپارل کېدو ادعا وکړه، هغه چې اسلامي امارت ویاند په کلکه رد کړه او زیاته یې کړه، چې بګرام د افغانانو ده او هیڅکله به چاته د دې واک ور نه کړل شي.

تړلي موضوعات