افغانستان کې ماتې خوړونکي هېوادونه اوسنی وضعیت نه شي زغملی
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په اېکس یوه سپېس پروګرام کې د اسلامي امارت پر وړاندې د غربي هېوادونو سیاست ته په اشارې ویلي، افغانستان کې ماتې خوړونکي هېوادونه د افغانستان پرمختګ او اوسنی وضعیت نه شي زغملی.
ښاغلي مجاهد تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د قناعت وړ بللې په خبره یې، نړېوال سیاست کې حاکم وضعیت ته په کتو اوسني حکومت تر ۴۰ زیاتو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکي لري.
د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې، دا مهال اسلامي هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکي د پراختیا په حال کې دي.
همداراز نوموړي اسلامي امارت سره د غربي هېوادونو عدم تعامل د هغو هېوادونو په سیاست او لیدلوري کې ستونزې یادې کړې دي په خبره یې، ګڼ شمېر نړېوال سازمانونو او هېوادونه د امریکا تر تاثیر لاندې دي.