اسلامي امارت د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وروستۍ ادعا په کلکه رد کړه

اسلامي امارت د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وروستۍ ادعا په کلکه رد کړه سیاست
د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګواکي افغانستان کې امریکایي وسلې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي لاس ته ورغلې دي.

 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، د افغانستان ټولې وسلې او نظامي تجهیزات په خوندي توګه زېرمه شوي او په کلکه یې څارنه او ساتنه کېږي.

 

حمدالله فطرت رسنیو ته استول غږیږ کليپ کې دغه ادعاوې په کلکه رد او بې بنسټه وبللې په خبره یې، چاته د دغو وسلو او تجهیزاتو څخه ناسمې کارونې اجازه نه ورکول کېږي.

 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا د پوځ پر پاتې شویو پوځي وسایلو او تجهیزاتو باندې اندېښنه ښودلې او ویلي دي، چې ددغو پوځي سامان الاتو شتون د دغه هېواد امنیت او خلکو لپاره یو جدي ګواښ دی.

 

دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې پر افغانستان نیوکه د پاکستان یو عادت ګرځېدلی او په دې توګه هڅه کوي، چې د خپلو ناکامیو پړه په افغانستان ور واچوي، خو هغه ادعا کې تر اوسه یې هیڅ ځای نه دی نیولی.

تړلي موضوعات