د بامیانو د ګنده کوتل پنځه زره ټنه جست پلورل شوي

 د بامیانو د ګنده کوتل پنځه زره ټنه جست پلورل شوي سوداګرۍ او اقتصاد
د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي

د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکوي، چې دبامیانو ولایت د ګنده کوتل پنځه زره ټنه جست یې په یوه کورني شرکت پلورلي دي. 

د دې وزارت د خپرپاڼې له مخې، شیخ شهاب الدین دلاور د دغو جستو د پلور پر مهال ویلي،  چې د کانونو وزارت په هېواد کې د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې ده. 

نوموړي ټینګار کړی، چې کورني او بهرني پانګوال کولای شي په پوره ډاډ سره د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي. 

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې ګڼ شمیر بهرني پانګوال د افغانستان په بیلابیلو برخو کې پانګونې ته لېواله شوي.

تړلي موضوعات