د کندهار ـ اروزګان د ۲۰۹ کیلومټره سړک پخولو چارې پیل شوې

د کندهار ـ اروزګان د ۲۰۹ کیلومټره سړک پخولو چارې پیل شوې بیارغونه او پراختیا
د کندهار ـ اروزګان سړک پیل شوې چارې

د شمالي دهلېز په نوم دا مهم سړک د هېواد سویلي او شمالي ولایتونه سره نښلوي، چې ۱۵۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي.

ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د یاد سړک ترمیم او بیا رغونه په دوو برخو کې ترسره کېږي، چې لومړۍ برخه یې د ۱۰۸ کیلو متره په اوږدوالي سره له ارغنداب، خاکرېز، او نېش ولسوالیو څخه په تیرېدو کندهار له ارزوګان سره نښلوي، چې قیر کولو چارې یې پیل شوې.
یاد وزارت زیاتوي، د دې سړک دویمه برخه چې ۱۰۱ کیلومتره اوږد والی لري؛ د ترینکوټ څخه پیل د دهراود ولسوالۍ تر چتو پل سیمې پورې رسېږي، چې په نږدې راتلونکي کې به دا برخه هم پخولو ته چمتو شي.

تړلي موضوعات