د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د دوحې غونډې اجنډا په اړه له یوناما وضاحت غوښتی
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې روزوا اتنبایوا او مل پلاوي سره کتلي.
د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د اسلامي امارت وروستیو ډيپلوماټیکو پرمختګونو، د دوحې راتلونکې ناستې، د سنیرلي اوغلو راپور او نورو اړوند موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي مولوي امیرخان متقي په دې کتنه کې ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک په اړه د اسلامي امارت دريځ یو ځل بیا تکرار او د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ یي پر رغنده تعامل ټینګار کړی دی.
ښاغلي متقي همداراز په دې کتنه کې د دوحې راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکیب په اړه له یوناما څخه د وضاحت غوښتنه کړې په خبره یې، د اسلامي امارت پلاوی به د وضاحت په رڼا کې د ګډون په اړه خپله پرېکړه وکړي.
په دې کتنه کې د یوناما مشرې هم د دوحې ناستې په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د ګډون غوښتنه هم کړې ده