ا.ا.ا د امنیت شورا ادعا په کلکه رد کړې؛ افغانستان کې د القاعدې اړوند څوک شتون نه لري

ا.ا.ا د امنیت شورا ادعا په کلکه رد کړې؛ افغانستان کې د القاعدې اړوند څوک شتون نه لري سیاست
د افغانستان اسلامي امارت ویاند

د افغانستان اسلامي امارت ویاند د ملګرو ملتونو امنیت شورا وروستي راپور ته غبرګون ښودلی او په کلکه یې رد کړی دی. امنیت شورا راپور کې ویل شوي، چې ګواکې افغانستان کې د القاعدې مرکزونه شتون لري او اسلامي امارت واکمنۍ سره افغانستان کې ځینې ډلې فعالې شوې دي.

مولوي ذبیح الله مجاهد په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان کې د القاعدې اړوند هيڅوک شتون نه لري اونه هم اسلامي امارت چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د چا پر ضد استفاده وکړي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې اسلامي امارت دغه ناسم تور په کلکه ردوي او زیاتوي، چې متاسفانه د ملګروملتونو له ادرس څخه د افغانستان په اسلامي امارت باندې د تور پورې کولو یو منظم پروګرام پيل شوی چې تل پروپاګند کوي.

اعلامیه کې پر هغو هېوادونو چې افغانستان سره ښې اړیکې لري غږ شوی، چې باید اجازه ورنه کړي چې د دغه لوی نړېوال بنسټ حیثیت خراب شي او تصامیم یې د څو هیوادونو د سياسي اهدافو پر محور وڅرخېږي.

اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي، چې د ملګروملتونو امنیت شورا دې نه پرېږدي چې راپورونه يې د سياسي او اقتصادي منفعت ‌طلبو د اهدافو ښکار شي او په افغانستان کې خپل حيثيت او اعتبار له سوال سره مخ کړي.

د یادونې وړ ده، چې امنیت شورا وخت نا وخت پر اسلامي امارت تور پورې کوي چې ګواکې ځینې بهرنۍ ډلې افغانستان کې شتون لري، هغه چې اسلامي امارت یې په کلکه ردوي او دا د پروپاګند منظم پروګرام بولي.

تړلي موضوعات