د چین او اسلامي امارت اړیکو پراخېدو ته د امریکا وارخطايي

د چین او اسلامي امارت اړیکو پراخېدو ته د امریکا وارخطايي سیاست
امریکا پر دې موضوع غبرګون ښودلی او خپله وارخطايي یې رسنیزه کړې

د چین ولسمشر شي جین پینګ له لوري د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر او ځانګړي استازي مولوي اسدالله بلال کریمي باور لیک تېره ورځ د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه؛ هغه چې امریکا یې غبرګون ته مجبوره کړه.

د چین ولسمشر له لوري د افغان سفیر د باورلیک ترمنل کېدو وروسته امریکا پر دې موضوع غبرګون ښودلی او خپله وارخطايي یې رسنیزه کړې.

د امریکا  بهرنیو چارو وزارت له چین هېواد څخه غوښتي چې له اسلامي امارت سره دې د خپلو اړیکو د څرنګوالي او د رسمیت پېژندلو دریځ روښانه کړي.

د یاد وزارت ویاند متیو میلر ویلي، د چین حکومت پخواني راپورونه یې لیدلې چې د موضوع (د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو) برعکس دي.

یاد امریکايي ویاند زیاته کړې، چې د نړۍ سره د افغانستان اسلامي امارت اړیکې د اوسني افغان حکومت په کړنو پورې تړلې دي؛ په خبره یې په دې برخه کې امریکا پر خپل دریځ ولاړه ده، چې افغانستان کې د ښځو حقوق خوندي کول.

بلخوا سیاسي شنونکي وايي، چې پر اسلامي امارت د ښځو حقوقو نه خوندیتوب او بشر حقونو نقض تورونه د غربي هېوادونو او په ځانګړي ډول د امریکا سیاسي توطیه او فشار دی، چې نه غواړي هغه افغانستان سره بیا نړېوال هېوادونه ښې اړیکې ولري، کوم هېواد کې چې دوی لویه تاریخي ماتې خوړلې ده.

خو تر دې وړاندې د افغانستان اسلامي امارت چارواکو هم په وار وار امریکا د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې په برخه کې خنډ بللې ده او دوی ویلي، چې امریکا ځینې هېوادونه د سیاسي فشار له لارې دې ته مجبوروي چې اسلامي امارت سره سړې اړیکې ولري.

همداراز د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و، چې د رسمیت پېژندنې په اړه یې ټول شرایط پوره کړي، خو امریکا په دې لار کې خنډونه جوړوي.

اسلامي امارت همداراز ټینګار کړی، چې د ښځو حقه حقونه یې ورکړي او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د هغوی ټولو حقونو ته ژمن دي او تر بل هر وخت په هېواد کې د ښځو حقونه، عزت او ژوند خوندي شوی دی.

تړلي موضوعات