ا.ا چمتو دی چې د پروژو د امنیت او همکارۍ تضمین وکړي

ا.ا چمتو دی چې د پروژو د امنیت او همکارۍ تضمین وکړي سیاست
د پروژو د پیل او بشپړولو لپاره د امنیت او نورو هر ډول همکاریو تضمین ورکړي

د افغانستان دفاع وزیرمولوي محمدیعقوب مجاهد د ګاونډ او سیمې یو شمېرهېوادونو له ځانګړو استازو او سفیرانو سره کتلي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې تېره شپه یاد استازي او سفیران د دفاع وزیر میلیمانه وو، چې په دې کتنه کې د هېواد د ثبات او پولو د امنیت د ټینګښت، له هېوادونو سره د متقابل احترام او اقتصادي همکاریو پر بنسټ دوستانه اړیکو خبرې شوې دي.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې په دې کتنه کې د هند، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، قزاقستان، ازبکستان، اندونیزیا، قرغیزستان او ترکمنستان هېوادونو ځانګړو استازو او سفیرانو ګډون درلود.

مولوي محمدیعقوب مجاهد له راغلو مېلمنو سره په خبرو کې ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت چمتو دی، چې د پروژو د پیل او بشپړولو لپاره د امنیت او نورو هر ډول همکاریو تضمین ورکړي.

دې استازو او سفیرانو تېره ورځ د کابل په کوربه توب د افغانستان سیمه ییزې همکارۍ نوښت کنفرانس کې کډون کړی وو، چې د افغانستان اسلامي امارت سره د سیمې هېوادونو د مثبت تعامل نوي فصل، د سیمه ییزو همکاریو په اړه همغږي، د سیمي په کچه د ګډ منطقه محور روایت رامنځته کول او د سیمي له ګډو اقتصادي فرصتونو څخه د لا زیاتو ګټو پورته کولو لپاره په ګډه کار کول هغه موارد دې چې په دې کنفرانس کې پرې بحثونه شوي دي.

تړلي موضوعات