د اقتصاد وزیر: جاپان دې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف له جاپان او یو شمېر نورو هېوادونو غوښتي، چې اسلامي امارت دې په رسمیت وپېژني او افغانستان سره دې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
د ښاغلي حنیف په خبره، د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل سیاسي او اقتصادي اهمیت لري، چې دې سره به د اړیکو پیاوړتیا او همکاریو پراختیا ته لاره هواره شي.
نوموړي له جاپاني شرکتونو غوښتي، چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
د اقتصاد وزیر ټینګار کړی، چې افغانستان کې د ښځو حقونو پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ نشته او باید دې برخه کې دیني ارزښتونو ته درناوی وشي.