بهرنیو چارو وزارت د وروستي راپور په اړه د یوناما استازی احضار کړی

بهرنیو چارو وزارت د وروستي راپور په اړه د یوناما استازی احضار کړی سیاست
بهرنیو چارو وزارت د یوناما استازی احضار کړی

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت په ریاست د ګډ کمېسیون موندنې ښيي چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو په اړه د یوناما بشر حقونو  څانګې وروستی راپور له واقعیته لرې او د علمي څېړنو له اصولو په ټکر کی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، کمېسیون ته دنده سپارل شوې وه، چې د یوناما راپور هر اړخیز وڅېړي، چې د پېښو د کره والي په صورت موضوع له اړوند دولتي بنسټونو او د نا کره والي په صورت کې له یاد سازمان لازمې توضحیات وغواړي.

د یاد کمېسیون موندنې ښيي چې د یوناما راپور له بېرته راستنېدونکو سره د مرستې پر ځای «له کلماتو سره د لوبې له لارې» حقیقتونو تحریف او د کډالو ذهنیتونه ګډوډ کړي.

بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې راپور کې له داسې اصطلاحاتو استفاده شوې چې سیاسي بڼه لري او د یاد بنسټ د بې پرې والی اصل تر سوال لاندې راولي.

یوناما په خپل راپور کې ادعا کړې، چې له ایران او پاکستانه ایستل شوي کډوال د اسلامي امارت له لوري له شکنجې، انتقامي چلند، بې دلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې یوناما استازی یې د یاد راپور اړه د لا زیاتو توضیحاتو وړاندې کولو په موخه احضار کړی.

تړلي موضوعات