ا.ا د اسرائیلو له لوري د غزې ټولې سیمې نیولو پرېکړه وغندله

ا.ا د اسرائیلو له لوري د غزې ټولې سیمې نیولو پرېکړه وغندله سیاست
د اسلامي اسلامي امارت د غزې بشپړ اشغال په اړه د اسرائیلو پرېکړه غندلې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د اعلامیې په خپرولو سره ویلي، اسلامي امارت د اشغالګرو اسرائیلو له لوري د غزې ټولې سیمې د نیولو پرېکړه په سختو ټکو غندي.

اعلامیه کې راغلي، دا یوه خطرناکه او د اندېښنې وړ پرېکړه ده چې د جګړې د غځېدا او پراختیا لامل به شي.

اسلامي امارت پر نړېوالو اغېزمنو لوریو په ځانګړې توګه د سیمې په اغېزناکو هېوادونو غږ کړی، چې په دې اړه خپل قانوني او اخلاقي مسؤلیت اداء کړي او پرېنږدي چې غزه کې وار دمخه بشري کړکېچ لا پراخ او خونړی شي.

اعلامیه کې د غزې تړانګې اوربند او هلته د بشري مرستو په رسولو ټینګار شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې اشغالګرو اسرائیلو پرون جمعه د یوې پرېکړې په تصویب د ټولې غزې اشغال اعلان کړ چې له امله یې ګڼو هېوادونو غبرګونونه وښودل.

تړلي موضوعات