امریکا په ټوله نړۍ کې د نا امنۍ لامل دی
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال الحاج مولوي محمد نبي عمري د زمري ۲۴ مه، د فتحې په وياړ خپلو څرګندونو کې ویلي، امریکا هېڅکله نه غواړي د افغانستان ملت په اوسني ښه وضعیت کې ژوند وکړي.
ښاغلي عمري امریکا په نړۍ کې د فساد مور وبلله او زیاته کړې ده، چې دغه هېواد په ټوله نړۍ کې د جګړې او نا امنۍ اصلي لامل دی.
د اسلامي امارت دغه لوړ پوړي چارواکي ټینګار کړی، افغانستان کې د امریکا غرور مات شوی او هېڅکله د یوه داسې افغانستان غوښتونکې نه دی چې په ټوله خاوره کې یې امنیت ټینګ او په چارو کې خپلواک وي.
دا څرګندونې داسې مهال شوې ، چې سبا جمعه د زمري میاشتې له ۲۴ سره برابره ده او دا هغه ورځ ده، چې د اسلامي امارت مجاهدینو د کابل په نیولو سره د ټول افغانستان واک تر لاسه کړ.