ټرمپ د زیلنسکي په ګډون د اروپايي هېوادونو مشرانو امریکا ته ورغوښتي
نړېوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکرایین ولسمشر ولادیمیرزیلنسکي په ګډون د اروپايي هېوادونو مشران سبا دوشنبه سپینې ماڼۍ ته ورغوښتي.
په ورته مهال د المان بهرنیو چارو وزیر ویلي، د اروپایي هېوادونو مشران به هم سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ او زیلنسکي ترمنځ لیدنې غونډه کې ګډون وکړي.
راپورونه کاږي چې ټرمپ له زیلنسکي د اوکرایین جګړې د پای لپاره د معاملې غوښتنه کړې.
خو د اوکرایني چارواکو بیا د ټرمپ دریځ د اوکرایین پر وړاندې خیانت بللی په خبره یې، ټرمپ د بېړنۍ هوکړې په لټه کې ده.
د ټرمپ، زیلنسکې او اروپايي مشرانو ترمنځ سپینه ماڼۍ کې دغه ناسته داسې مهال کیږي، چې ټرمپ له خپل روسي سیال پوتین سره د اوکرایین جګړې د پای په اړه الاسکا کې تر کتنې وروسته د یوې پټې هوکړې خبر ورکړ.