غزه کې انساني ناورین؛ د لوږې او خوارځواکۍ له کبله د شهیدانو شمېر ۲۴۰ تنو ته ورسېد

غزه کې انساني ناورین؛ د لوږې او خوارځواکۍ له کبله د شهیدانو شمېر ۲۴۰ تنو ته ورسېد نړۍ
انځور ارشیف

د غزې روغتیا وزارت ویلي، غزه کې نن یوې نجلۍ د لوږې او خوړو نشتوالي له کبله ژوند له لاسه ورکړی.

یاد وزارت په خپل تازه راپور کې ویلي، دې سره غزه کې د لوږې او خوارځواکۍ له کبله د شهیدانو شمېر ۲۴۰تنو ته پورته شو.

راپور کې راغلي د یادو شهیدانو له ډلې یې ۱۰۷ ماشومان دي.

دغه راپور داسې مهال ورکول کیږي، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم ویلي و، چې د روان میلادي کال مۍ میاشتې وروستیو بیا تر دې مهاله شاوخوا ۱۷۰۰تنه فلسطینیان د بشري مرستیو د ترلاسه کولو پر مهال د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې شهیدان شوي.

تړلي موضوعات