غزه کې د انساني تراژیدۍ ژوروالی؛ ۱۷۰۰تنه د بشري مرستو ترلاسه کولو پر مهال شهیدان شوي

غزه کې د انساني تراژیدۍ ژوروالی؛ ۱۷۰۰تنه د بشري مرستو ترلاسه کولو پر مهال شهیدان شوي نړۍ
انځور ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په خپل تازه راپور کې غزې تړانګه کې د جګړې قربانیانو زیاتېدو خبر ورکړی.

راپور کې راغلې د روان میلادي کال مۍ میاشتې وروستیو بیا تر دې مهاله شاوخوا ۱۷۰۰تنه فلسطینیان د بشري مرستیو د ترلاسه کولو پر مهال د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې شهیدان شوي.

په راپور کې داهم ویل شوي، چې د یادو قربانیانو له ډلې یې ۹۹۴ تنه مرستو وېش مرکزونو او ۷۶۶ تنه په بشري مرستو بار لاریو په شاوخوا کې د اشغالګر ځواکونو له لوري په نښه شوي.

ملګري ملتونه چې د غزې جګړې په مهار کې پاتې راغلي او د نړیوالو نیوکو سره مخ دی، پر ملکیانو یې د بریدونو زیاتېدو سره اندېښنه ښودلې او یو ځل بیایي د بېړني اوربند غوښتنه کړې.

تړلي موضوعات