د ټرمپ او پوتین ناسته؛ دواړو د اوکرایین سولې په اړه د پټې هوکړې پخلی کړی

د ټرمپ او پوتین ناسته؛ دواړو د اوکرایین سولې په اړه د پټې هوکړې پخلی کړی نړۍ
د اوکرایین جګړې پای په اړه د ټرمپ او پوتین کتنه


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د اوکرایین جګړې پای په اړه پرون جمعه الاسکا کې کتلي او په دې برخه کې یې د هوکړې پخلی کړی دی.

فاکس نیوز وايي، تر ناستې وروسته دواړو لوریو غونډه ګټوره بللې خو د شوې هوکړې په اړه لا هم دواړه لوري چوپ دي.

د سرچینې په خبره ، دواړو لوریو له درې ساعته ناستې وروسته خبري کنفرانس کې ویلي، چې دوی په نامعلومو مسلو کې پرمختګ کړی دی خو پوتین دې ته اجازه نه ده ورکړې، چې د موضوع په اړه ترې خبریالان څه وپوښتي.

پوتین ویلي، شوې هوکړه به د اوکرایین کړکېچ سربېره د روسیې او امریکا ترمنځ د سوداګرۍ لارې چارې اسانه کړي او ټینګار یې کړی، چې اوکرایین کې باید د جګړې رېښې له منځه ولاړې شي.

د روسیې او اوکرایین ترمنځ په ۲۰۲۲ کال کې جګړه پیل شوه دا مهال روسیه د اوکرایین له پنځو پر یوه برخه واکمنه شوې.

تړلي موضوعات