امریکايي شرکتونه: د تعرفو له لړۍ سره یې پلور کم او له زیان سره مخ دي
امریکايي شرکتونو چې د موټرو پلور یې کم شوی وايي، د ټرمپ تعرفو پرې بدې اغېزې کړي او له زیان سره مخ دي.
الجزیرې انګلیسي څانګې د امریکا فورډ او جي اېم شرکتونو په حواله راپور کې ویلي، تېره جون میاشت کې یې د پلور کچه کمه شوې او له زیان سره مخ دي.
دغو شرکتو ویلي، خام توکي د تعرفو له امله قېمته شوي چې دې چارې په تقاضا بده اغېزه کړې.
د سوداګرۍ په برخه کې امریکايي کارپوه ویلي، د ټرمپ له لوري د تعرفو لوړول بیا بېرته لرې کول بازار ټکنی کړی چې له امله یې سوداګري ستونزمنه شوې.
سرچینې د سوداګرۍ په برخه کې د چارو کارپوهانو په حواله زیاته کړې، د تعرفو لوړول بازارونو کې د نویو او زړو موټر نرخونه لوړ کړي او زیاتوي، چې بازار کې نه پلورل شوي موټر ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.
ټرمپ له بیا واک ته رسېدو سره سم په ګڼو هېوادونو تعرفې لوړې کړې، دې چارې د امریکا په ګډون نورو هېوادونو کې د توکو نرخونه لوړ او بازار یې ټکنی کړ، چې له امله یې پرې نیوکې کېږي.