له نیل تر فرات لوی اسرائیل؛ ایران دا څرګندونې د اسلامي هېوادونو په حاکمیت د یرغل نښه وبلله

له نیل تر فرات لوی اسرائیل؛  ایران دا څرګندونې د اسلامي هېوادونو په حاکمیت د یرغل نښه وبلله نړۍ
انځور ارشیف

ایراني چارواکي د صهیونیستی رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څرګندونې چې په وروستیو کې د لوی اسرائیل په اړه وکړې توند غبرګون ښودلی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، له نیل تر فرات لوی اسرائیل چې نتانیاهو یې په اړه وايي، «دی ورسره لېونۍ مینه لري» یوه شیطاني مفکوره او د سیمې هېوادونو پر حاکمیت او ځمکني بشپړتیا د یرغل ښکاره نښه ده.

نتانیاهو وړمه ورځ هغه نقشه چې اسرائیلو ته نږدې هېوادونه پکې ښکاري ویلي، دی له نیل تر فراته لوی اسرائیل جوړولو سره لېونۍ مینه لري.

یاد ایراني چارواکی وايي، په خپلواکو هېوادونو لکه مصر، اردن، لبنان او سوریې پر خاوره د پرلپسې یرغل د همدې څرګندونو ښکاره اعلان دی او زیاته کړې ده، چې د اسرائیلو له لوري دا ناوړه عمل د ملګرو ملتونو له منشور ښکاره سرغړونه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا په دې وروستیو کې هڅه کوي د ابراهیم تړون له مخې اسرائیلو ته پراختیا ورکړي او هغه هېوادونه چې د صهیونیستي رژیم په وړاندې د پروژو خنډ ګرځي تر فشارونو لاندې روالي، چې د چارو شنوکي یې فلسطین او ایران ښکاره مثال بولي.

تړلي موضوعات