مسکو ته د واشنګټن ګواښ؛ که د سولې مخنیوی وکړي له سختو پایلو سره به مخ شي

مسکو ته د واشنګټن ګواښ؛  که د سولې مخنیوی وکړي له سختو پایلو سره به مخ شي نړۍ
انځور ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی، که روسی سیال یې د سولې مخه ونیسي له سختو پایلو سره به مخ شي.

ټرمپ دا هم ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر لیدنې وروسته دویمه غونډه هم جوړ وي او ټاکل شوې د اوکرایین ولسمشر هم پکې ګډون ولري.

رویټرز خبري اژانس ویلي، ټرمپ د سختو پایلو په اړه وضاحت نه دی ورکړی خو تر دې وړاندې یې مسکو ته د اقتصادي بندیزونو خبرداری ورکړی دی.

ټاکل شوې سبا جمعه ټرمپ او پوتین الاسکا کې د اوکرایین سولې په اړه خبرې اترې وکړي خو د ټرمپ هغو څرګندونو چې وايي، د سولې تړون کې ممکن ځینې سیمې تبادله شي اوکراییني او اورپايي مشران اندېښمن کړي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، خپلې ځمکې چاته په ډالۍ نه شي ورکولای او ټینګار یې کړی، چې له اوکراییني چارواکو پرته د سولې تړون بې مانا دی.

د ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې روسیې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې  د جګړې په اړه یې اهداف نه دي بدل شوي.

د اوکرایین او روسیې ترمنځ د جګړې ۱۲۶۷ ورځې ووتې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه، چې اوکرایین د ناټو غړیتوب هڅه پیل کړه.

تړلي موضوعات