امریکايي پوځي خپل پنځه ملګري په نښه کړل
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې دا برید جورجیا ایالات اړوند سوانا ښار کې شوی دی.
د بریدګر نوم کورنلیوس رادفورد او عمر یې شاوخوا ۲۸ کاله ښودل شوی دی.
کورنلیوس رادفورد خپل پنځه ملګري په تومانچه ویشتلي چې د درېیو ټپونه ژور دي.
اژانس ویلي، پېښه پرون چهارشنبه شوې او بریدګر نیول شوی دی.
تر دې دمه د پېښې لامل نه دی روښانه شوی خو دا ډول وژونکې پېښې، چې لسګونه امریکايي سرتېري پکې وژل شوي په ۲۰۰۹، ۲۰۱۳ او ۲۰۱۹ کلونو کې رامنځته شوې دي.