غزه کې ۶ تنه نور هم له لوږې او خوارځواکۍ شهیدان شوي
د غزې روغتیا وزارت ویلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې تړانګه کې د لوږې او قحطۍ له کبله ۶تنه شهیدان شوي.
د یاد وزارت د شمېرو له مخې، دې سره غزه کې د قحطۍ او خوارځواکۍ له کبله د قربانیانو شمېر ۱۷۵شهیدانو ته پورته شو چې له دې ډلې یې ۹۳تنه ماشومان دي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د ماشومان د ملاتړ صندوق یونیسف ویلي، غزه کې له هرو درېیو کسانو یو یې څو ورځې په لوږه تېروي.
د یونیسف اجرائیوي مدیر مرستیال تدچایبان ویلي، داسې نښې شته چې غزه کې بشري وضعیت تر هغه زیات اندېښمن دی، چې د لوږې له کبله یې راپورونه ورکول کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ غزه کې د فلسطین غیري دولتي سازمان ریاست ویلي و، چې دا مهال غزه کې ۹۰۰زره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي او که د بشري مرستو لپاره امنې لارې برابرې نه شي وضعیت به نور هم خراب شي.