د سوریې سویدا کې مرګ ژوبله په زیاتېدو ده

د سوریې سویدا کې مرګ ژوبله په زیاتېدو ده نړۍ
سوریه کې نښتو زور اخېستی

سکای نیوز د روغتیايي سرچېنو له قوله راپور ورکړی، چې د سوریې سویل سویدا ولایت کې د وروستیو نښتو له کبله ۱۱۱۹ تنه وژل شوي، چې ۲۹۸ یې ملکیان دي.

دغه نښتې چې د جولای په ۱۳مه پیل شوې، تر اوسه د دروزیانو ۴۲۷ تنه، د سوریې کورنیو او دفاع وزارتونو ۳۵۴ تنه ځواکونه، ۲۱تنه د حکومت ملاتړي قبایل او ۱۹ تنه د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې وژل شوي.

ټاکل شوې وه چې تېره ورځ اوربند او د بندیانو تبادله وشي، خو د جګړې شدت له کبله دغه پروسه له ماتې سره مخ شوه.

د یادونې ده، چې د سوریې دولت ته وفاداره او دروزیانو ترمنځ له تېرې یوې اونۍ راهیسي نښتې دوام لري، چې سوریې ولسمشر احمد الشرع اسرائیل د دروزیانو په ملاتړ تورن کړي.

تړلي موضوعات