روسیې او چین پر ایران د اسرائیلو بریدونه د م.م له منشور سرغړونه وبلله

روسیې او چین پر ایران د اسرائیلو بریدونه د م.م له منشور سرغړونه وبلله سیمه
انځور ارشیف

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له خپل چینایي سیال شي‌جین‌پینګ سره په ټیلفوني اړیکه کې د منځني ختیځ پر روان وضعیت خبرې کړې.

دې ټیلفوني خبرو کې دواړو لوریو پر ایران د اسرائیلو بریدونه غندلي او هغه یې د ملګرو ملتونو له منشور ښکاره سرغړونه بللې.

د ترکیې انادولو اژانس په خپل راپور کې ویلي، دواړو مشرانو د جګړې ښکېلو خواوو نظامي اقدامات سیمه کې د کړکېچ زیاتېدو په مانا بللي.

تر دې خبرو وروسته د ولسمشر پوتین مرستیال یوري اوشاکوف رسنیو ته ویلي، د روسیې او چین ولسمشرانو منځني ختیځ کې د وضعیت ښه والي لپاره هڅې پیل کړې.

د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه د تېرې جمعې په شپه د تل ابیب له لوري پیل شوه، چې د سیمې هېوادونو په پراخه کچه وغندله او هغه یې سیمه کې د کړکېچ زیاتېدو لامل وبلله.

تړلي موضوعات