اسرائیل به ایران سره جګړه کې ۲۸ میلیارده ډالره زیان وکړي
په داسې حال کې چې د ایران او اسرائیلو جګړه ورځ تر بلې د غځېدو په لور روانه ده، یوشمېر نړۍوالو رسنیو یې د پوځي او ځاني زیانونو ترڅنګ د مالي زیانونو احتمالې سروې هم کړې، چې اسرائیلي رسنیو دغه زیانونه ۲۸ میلیارده ډالر اټکل کړي.
اسرائیل په نړۍوال بازار کې د شاوخوا ۴۷۵ میلیارده ډالرو په ارزښت برخه لري، چې د ایران له لوري پر راماتګان، چې د اسرائیلو یو له مهمو مالي مرکزونو دی تر توغندیز برید وروسته دغه ارزښت یوازې یوه ورځ کې درې سلنه راپرځېدلی دی.
د ایران تسنیم خبري اژانس او ځینو نورو روسي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د ایران له لوري دغو بریدونو سره سم په لومړنیو ساعتونو کې د اسرائیلو دغه ارزښت درې سلنه را وپرځېد، چې د کارپوهانو په وینا له ۲۰۲۳م کال، چې اشغالګرو په غزه برید وکړ بیا تر دې مهاله بې مخینې دی.
د دغو رسنیو راپورونو کې راغلي، چې دغه اقتصادي پرځېدنه یوازې یوه ورځ کې اسرائیلو ته په نړۍوال مالي بازار کې ۱۴ میلیارده ډالر زیان په ګوته کوي.
د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه اوومې ورځې ته وغځېده دې موده کې دواړو لوریو پر یو بل درانه ګوزارونه کړي او مهم ستراتیژیک مرکزونه یې په نښه کړي.