شمالي کوریا: امریکا دې د ایران او اسرائیلو جګړه کې مداخله نه کوي

شمالي کوریا: امریکا دې د ایران او اسرائیلو جګړه کې مداخله نه کوي نړۍ
امریکا ته د شمالي کوریا ګواښ

د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزارت د ایران په اټومي او ملکي تاسیساتو د اسرائیلو بریدونه غندلي دي.

د یاد هېواد بهرنیو چارو زوارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د ایران ملکي وګړو په نښه کول د بشریت پر وړاندې یو نه بښونکی جنایت دی.

خبرپاڼه کې امریکا او متحدینو ته ګواښ شوی، چې د ایران او اسرائیلو کړکېچ کې دې مداخله نه کوي.

سرچینې زیاته کړې، د نړۍ اوسنی نازک وضعیت د دې ښودنه کوي، چې اسرائیل د امریکا او لوېدیځ په ملاتړ منځني ختیځ کې د سرطان حیثیت لري.

شمالي کوریا وروسته له هغې د ایران او اسرائیلو ترمنځ جګړه کې د امریکا مداخلې ته غبرګون ښودلی، چې د امریکا ولسمشر د اسرائیلو په ملاتړ پر ایران د برید طرحه تائید کړې.

تړلي موضوعات