د ټرمپ ملاتړي؛ اسرائیل دې پیل کړې جګړه خپله سر ته ورسوي

د ټرمپ ملاتړي؛ اسرائیل دې پیل کړې جګړه خپله سر ته ورسوي نړۍ
ټرمپ پر ایران د برید لپاره له خپلو ملاتړو سره ښکېل شوی

رويټرز خبري اژانس وايي، پر ایران د امریکا له لوري احتمالي برید په اړه ډونالډ ټرمپ اوس له هغې ډلې سره ښکېل دی چې د ټاکنو پر مهال یې ترې کلک ملاتړ کړی.

د ټرمپ دغه ملاتړي چې د ماګا په نوم یې ۲۰۱۶ کې يوه ټولنه جوړه کړې تر ډېره کچه ټرمپ ته نږدې کسان دي او د دواړو ټاکنیزو پړاوونو پر مهال یې واک ته رسولی.

د سرچینې په خبره، د ماګا غړي د منځني ختیځ جګړه کې د امریکا له ښکېل کېدو وېره لري او له ټرمپ یې غوښتي چې برخه پکې وانخلي.

د یادې ټولنې غړی او د پوځ پخوانی چارواکی سټیو بنن وايي، هر هغه څه چې اسرائیلو پیل کړي باید خپله یې سرته ورسوي.

بنن تېره ورځ د یوې غونډې پرمهال عراق کې واشنګټن ته اوښتو زیانونو ته په اشارې ویلي، « موږ دغې جګړې ته ننوتل او د خپل هېواد ټوټه ټوټه کېدل نه غواړو.»

ټرمپ بیا همدې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، زه مې له ملاتړو او ملاتړ مې له ماسره مینه لري، خو یوازینی هدف مې د ایران اټومي وسلو ته نه لاسرسی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ پر ایران د برید طرحه تائید کړې، خو لا یې هم وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

تړلي موضوعات