ملګري ملتونه: وروستیو جګړو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۴۰ سلنه زیاته شوې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر خبرداری ورکړی، چې وروستیو شخړو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ګراف په لوړېدو دی.
یاد دفتر پرون چهارشنبه د خپلو سرچینو په حواله ویلي، د نورو کلونو پرتله تېر کال ملکي وګړو ته په شخړو کې مرګ ژوبله ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.
یاد سازمان وايي، تېر کال نړۍ کې نږدې ۴۹ زره کسان په نښتو کې وژل شوي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک د ملکي وګړو مرګ ژوبلې دلایل نه دي روښانه کړي خو ویلي یې دي، د هر قرباني تر شا لوی داستان دی.
یاد سازمان په تېر دوو کلونو کې د جګړو پر مهال ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې لوړه کچه ګواښوونکې بللې.
یاد سازمان داسې مهال دغه راپور خپور کړی، چې د امریکا په ملاتړ د غزې جګړه کې هره ورځ لسګونه بې ګناه فلسطینیان شهیدانېږي.