بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو راګرځېدو برخه کې مرستې ته چمتو یو

بهرنیو چارو وزیر: د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو راګرځېدو برخه کې مرستې ته چمتو یو افغانستان
بهرنیو چارو وزیر کابل کې د ایران سفیر سره کتلي

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي سره کتنه کې د سیمې نوي وضعیت او افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو لېږد په اړه خبرې کړې.

مولوي امیرخان متقي پر ایران د اسرائیلي رژیم بریدونه غندلي او دا اقدامات یې له نړېوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې افغانان د ایراني ولس ترڅنګ ولاړ دي او اسلامي امارت چمتو دی، چې د افغانستان له لارې د ایراني حاجیانو د راګرځېدو برخه کې مرسته وکړي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، د ریاست الوزراء مقام د پرېکړې پر بنسټ، د افغانستان له لارې ایران ته د تلونکو حجاجو تر یوې میاشتې د ویزې معافیت سربېره هرات کې دولتي ارګانونو ته لارښوونه شوې، چې د ایراني حاجیانو خوندي لېږد لپاره ټولې لارې چارې په پام کې ونیسي.

د ایران سفیر بیا خپلو حاجیانو ته د اسانتیاوو چمتو کول د کابل او تهران ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو کې غوره اقدام بللی.

تړلي موضوعات