مولوي عبدالسلام حنفي چیني چارواکو او پانګوالو سره کتلي

مولوي عبدالسلام حنفي چیني چارواکو او پانګوالو سره کتلي افغانستان
چیني چارواکو او پانګوالو سره د اداري مرستیال کتنه

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د چین ملي کنګرې دايمي کمېټې او د هغه هېواد بهرنيو چارو وزارت مرستيالانو او يو شمېر چیني پانګه والو سره کتلي.

اداري مرستیال دې کتنه کې د «يو کمربند، يوه لار» له پروژې د اسلامي امارت ملاتړ اعلانولو ترڅنګ هیله ښودلې، چې بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو همکارۍ پياوړې شي.

دواړو لوریو د افغانستان او چين تر منځ د سياسي، اقتصادي او کلتوري اړيکو پر پراختيا د ټينګار تر څنګ ویلي، ښې او دوستانه اړيکي د دواړو لوريو تر منځ د ګټې - ګټې تعامل پر اساس پر مخ تللی شي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وړمه ورځ د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د چین - جنوبي اسیا نهم نندارتون او فورم کې د ګډون په موخه چین ته تللی.

تړلي موضوعات