ایران اسرائیلیانو ته: د ژوندي پاتې کېدو لپاره له اشغالي سیمو ووځئ!

ایران اسرائیلیانو ته: د ژوندي پاتې کېدو لپاره له اشغالي سیمو ووځئ! نړۍ
تل ابیب د ایران توغندیزو بریدونو وروسته

د ایران سپاه پاسداران د فلسطین اشغالي سیمو پر اوسېدونکو غږ کړی، چې د ایران له لوري پر اسرائیلو د ځپونکو بریدونو له امله او ځان ژغورنې په موخه له دغو سیمو ووځي.

د سپاه پاسداران ویاند په یو ویډیو کلیپ کې ویلي، ایراني توغندیو د اسرائیلو دفاعي سیسټم له منځه وړی او اجازه به ورنکړي، چې اشغالي فلسطین کې د خطر زنګونو غږ خاموشه شي.

نوموړي د اسرائیلو «امان» او «موساد» استخباراتي مرکزونو په نښه کولو ته په اشارې ټینګار کړی، چې هیڅ ځای به د ایران له بریدونو خوندي پاتې نه شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي، چې د ایران او اسرائيلو د تېرې یوې اونۍ جګړه کې پر یوبل د توغندیزو او هوایي بریدونو له کبله د دواړو هېوادونو مهم او ستراتیژیک ځایونه په نښه شوي.

تړلي موضوعات