قوش تېپې کانال په څېر سترې پروژې د ا.ا له لومړیتوبونو څخه دي

قوش تېپې کانال په څېر سترې پروژې د ا.ا له لومړیتوبونو څخه دي بیارغونه او پراختیا
قوش تېپې کانال په څېر سترې پروژې د ا.ا له لومړیتوبونو څخه دي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملي پراختیا شرکت له رئیس عبدالرحمن عطاش سره په کتنه کې ویلي، د قوش تيپې کانال په څېر د سترو انکشافي پروژو تطبیق د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې کتنه کې مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، چې د سترو پروژو په پلي کولو سره به نه یوازې دا چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي، بلکې د هېواد اقتصاد به هم پیاوړی شي.

خبرپاڼې ویلي، چې ښاغلي حنفي د ملي پراختیا شرکت له مسئولینو وغوښتل چې د ټولو ملي پروژو د پلي کولو پر مهال له بشپړ دقت څخه کار واخلي او د هېواد په ابادلو کې لا زیاتي هلې ځلې وکړي.

بلخوا د ملي پراختیا شرکت رئیس عبدالرحمن عطاش په دې کتنه کې قوش تېپې کانال د سترې پروژې د لویې برخې د چارو د بشپړېدو خبر ورکړ په خبره یې، د ملي پراختیا شرکت پر نورو زیاتو پروژو کار کوي، چې ځینې بشپړې او پر پاتې نورو یې په چټکۍ سره کار دوام لري.

نوموړي د جمهوریت روغتون د ودانیزو چارو د جریان په اړه ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

تړلي موضوعات