کندوز کې د پخوا په پرتله د مطالعې دود زیات شوی

کندوز کې د پخوا په پرتله د مطالعې دود زیات شوی اسلام او کلتور
کندوز کې د پخوا په پرتله د مطالعې دود زیات شوی

د کندوز ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي، چې په دې ولایت کې د پخوا په پرتله د مطالعې دود زیات شوی او هره ورځ ځوانان عامه کتابتون ته د مطالعې لپاره مراجعه کوي.

د دې ریاست د عامه کتابتون مدیر عبدالسلیم سروري وايي، په تېرو لسو میاشتو کې د اطلاعاتو کلتور ریاست عامه کتابتون ته نږدې ۱۹۰۰ ځوانانو د مطالعې لپاره ورغلي، چې دا د دې ښکارندوی کوي، چې ځوانان مطالعې ته لېواله شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د دې ترڅنګ په عامه کتابتون کې د ځوانانو، شاعرانو، لیکوالانو او فرهنګیانو ترمنځ وخت ناوخت مشاعرې هم ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده چې د کندوز ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست درې عامه کتابتونونه لري چې یو یې په مرکز او دوه نور یې په خان اباد او امام صاحب ولسوالیو کې شتون لري چې شاوخوا ۱۶ زره ټوکه بېلابېل کتابونه په کې موجود دي.

تړلي موضوعات